د وزیراعلی په مشرۍ کې یوه مهمه غونډه کې مهمې پریکړې شوي

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرۍ کښې د صوبائي کابينې غونډه شوې ده، به دې مهمه غونډه کې یو شمیر مهمې پریکړې شوي دي .
په دې غونډه کې صوبائي کابينې د پيښور سانحي د کوه رسالدار شهيدانو خاندانونو لپاره د دوه دوه لکه روپو د معاوضې منظوري ورکړې ده۔
د سختو ټپونو لپاره د فی کس 500,000 روپۍ او د لږو ژوبلو لپاره د فی کس دوه لاکه روپۍ منظورې شوې دي.
د وزیراعلی په ټولنیزو رسنیو یو بیان مطابق وزیراعلی په دریو ورځو کې اړوند چارواکو او ادارو ته د معاوضې چیکونه چمتو کولو لارښوونه کړې.
کابينې په الپوري شانګله کې د ځمکې ښويېدنې له امله د وژل شويو 6 کسانو کورنيو ته د يو يو مليون روپو ورکولو منظوري هم ورکړې ده.
*زیراعلی محمود خان د مختلف قسمه معاوضو نرخونو کښې زیاتولو لپاره ریلیف ایکټ کښې د ضروری ترمیم کولو هدایات هم کړې دې.
په غونډه کې وزيراعلي محمود خان وزيرانو ته هم هدايات کړي چې د اسمبلۍ په غونډو کې حاضري يقيني کړي.
وزيراعلي محمود خان دا لارښوونه کړې ده چي د هډوکي دبیمارۍ بون ميرو علاج په صحت کارډ کښي شامل کړي۔
وزيراعلي د بېلا بېلو مسلو په اړه جوړې شوې كابينې كمېټۍ ته هدايات جاري کړي چې په راتلونكې غونډه كښې خپل رپورټ وړاندې كړي۔
صوبايي کابينې دا پرېکړه هم کړې چې د دولتي ځمکو په اړه د صوبايي حکومت د پرېکړې پر ضد چې کوم دولتي کارکوونکی عدالت ته ځي نو پر ضد به يې کاروايي کېږي.
غونډې پریکړه وکړه چې ټول منظور شوي قوانین دې سمدستي بشپړ شي.
د کابینې په غونډه کې مردان کښي سپيشل ټيکنالوجي زون جوړولو لپاره د سائنس، ټيکنالوجي او انفارميشن ټيکنالوجي محکمي ته د 1200 کنال زمکو منتقلولو مشروط منظوري هم ورکړه.






