سیاسي مشران په بدو نومونو یادول، مفتي تقي عثماني مهمه خبره کړې

0
512

باغی ټي وي رپورټ
مشهور دیني عالم مفتي تقي عثماني ویلي دي چې په سیاسي شخړو کې د اسلامي احکامو او ارزښتونو تر پښو لاندې کول د ویرې وړ دي، د قتل او ناوړه چلند عمل د ټولنې لپاره وژونکی دی.
په ټویټر پانړه مفتي تقي عثماني په خپل بيان کې وويل چې اختلاف سياسي وي يا نظرياتي، هغه په دښمنې بدلول او بیا کنځلې کول د معاشرې لپاره ډیر زیات خطرناک او زیان رسوونکي دي.
هغه وويل نيوکه او تنقید په استدلال کیږي، مفتي په ټویټ کې زیاتوي چې په قرآنکريم کې حضرت موسى او حضرت هارون (ع) ته د فرعون په اړه هم د نرمۍ لارښوونه شوې، هغه وایی چې فکر وکړئ چې مونږ چرته روان يو.
مفتي تقي عثماني وایی چې په سیاسي شخړو کې چې څومره اسلامي احکام او ارزښتونه تر پښو لاندې کیږي نو دا د ډیرې ویرې او ډار ځای دې، هغه وایی چې چا پسې ټوکې مه کو، په خلقو شکونه مه کوې.
د یادونې ده چې نن سبا په پاکستان سیاسي مشران د مخالفو ډلو په مشرانو سخت ټکونه کوي چې د اخلاقیاتو او د اسلامي قانو څخه سرغړونه کیږي او په ټولنه ددې ډیر بد اغیزه روانه ده، داسې هم شوي دي چې په سوشل میډیا د مخالف ګوندونو غړي او مشران یو بل ته کنځل کوي او ډیر بد نومونو استعمالوي.

Leave a reply