د امریکا استازې: ۴۰ میلیونه افغانان له ناوړه بشري وضعیت سره مخ دي
د امریکا استازې: ۴۰ میلیونه افغانان له ناوړه بشري وضعیت سره مخ دي
افغان حکومت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ښکاره واقعیتونه دا دي چې په دې وروستیو کې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه په لږ توپير بېرته پیل شوي دي او ا.ا وړاندې تر دې په وار وار ډاډ ورکړی دی چې ښځې به له ټولو شرعي حقونو برخمنې وي.
(2022 / 3 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې نږدې ۴۰ میلیونه افغانان له ناوړه بشري وضعیت سره مخ دي او دغه وضعیت تر ټولو ډېر نجونې او ښځې زیانمنې کړې دي.
د رینا په خبره، په افغانستان کې د روان ناوړه بشري وضعیت بیه ښځې پرې کوي.
هغې د زړورو ښځو د جایزې په مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي چې افغان مېرمنې له زده کړو بې برخې دي او حتی له ځان څخه د دفاع حق هم نه لري.
اړوند موضوعات:
انتوني ګوتریش د افغانانو بشري ناورین ته د نیږدې کېدو پر وضعت اندېښنه څرګنده کړې