پاکستان د افغانانو پر سفرونو محدودیتونه ډېر کړي دي

پاکستان د افغانانو پر سفرونو محدودیتونه ډېر کړي دي
د نویو محدودیتونو او قوانینو د عملي کولو چاره د پاکستان استخباراتي ادارې ته سپارل شوې ده او دوی ویلي چې ژر تر ژره به په پاکستان کې مېشت د قانوني اسنادو نه لرونکي افغانان وباسي.
(2022 / 3 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د نوو قوانینو پر بنسټ د افغانانو پر سفرونو لا ډېر بندیزونه ولګوي او له اسنادو پرته د تګ راتګ اجازه ور نه کړي.
تر دې وړاندې په سپین بولدک کې خلک یوازې د پېژندپاڼو په مرسته هم تر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتلی شوی، خو پاکستان وایي له دې وروسته دا چاره ناممکنه ده.
همدا راز پاکستاني حکومت ټینګار کړی چې دغه هېواد ته له قانوني اسنادو پرته تللي افغانان به ژر بېرته خپل هېواد ته ولېږي.
د نویو محدودیتونو او قوانینو د عملي کولو چاره د پاکستان استخباراتي ادارې ته سپارل شوې ده او دوی ویلي چې ژر تر ژره به په پاکستان کې مېشت د قانوني اسنادو نه لرونکي افغانان وباسي.






