ملګري ملتونه: افغانستان لا هم زموږ لپاره لومړیتوب دی

ملګري ملتونه: افغانستان لا هم زموږ لپاره لومړیتوب دی
د فليپو ګراندې په خبره سره له دې چې د اوکراین تر څنګ په نړۍ کې ګڼ کړکېچونه رامنځ ته شوي او دوی اړ دي چې خپلې همکارۍ ولري، خو بیا یې هم افغانستان لومړیتوب دی.
(2022 / 3 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وایي افغانستان لا هم د دوی لومړیتوب دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر کابل ته راغلی او له خبریالانو سره یې په خبرو کې ویلي چې افغانستان لا هم د دوی لپاره لومړیتوب دی.
د فليپو ګراندې په خبره سره له دې چې د اوکراین تر څنګ په نړۍ کې ګڼ کړکېچونه رامنځ ته شوي او دوی اړ دي چې خپلې همکارۍ ولري، خو بیا یې هم افغانستان لومړیتوب دی.
د ده په خبره په کابل کې به له افغان چارواکو سره د کډوالۍ پر روان وضعیت او دغه راز له بېځایه شوو سره پر مرستو او همکاریو خبرې وکړي.
ګراندې همدا راز وایي چې په تېرو میاشتو کې د رامنځ ته شوي امن قدرداني کوي او دا دوی ته زمینه برابروي چې خپلې مرستې تر لرو پرتو سیمو او اړمنو وګړو ته ورسوي.





