پي ډي ایم د اسلام آباد په لور د احتجاجي لاریون اعلان کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د اپوزیشن ګوندونو اتحاد پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ (PDM) د مارچ په 23 نیټه د پایه تخت د اسلام آباد په لور د لاریون اعلان کړې دې.
د مسلم ليګ (ن) صدر او په قومي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف د متحده اپوزيشن ګوند په توګه د مېلمستيا کوربه توب وکړو چې پکې د فضل الرحمان او اصف علي زرداري په شمول لوړپوړو مشرانو ګډون وکړو.
په دې غونډه کې د هېواد پر روان سیاسي وضعیت او د بې اعتمادۍ پر طرحې خبرې وشوې او یو شمېر مهمې پرېکړې هم وشوې.
د جیو نیوز رپورټ مطابق ، د غونډې نه وروستو يوې خبري غونډې ته د پي ټي اېم مشر فضل الرحمان وويل چې د جعلي وزيراعظم په ضد د اپوزيشن د عدم اعتماد تحريک د قامي مفاد په ضد دی او د قامي اسمبلۍ غړو ته ګواښونه کيږي۔






