پیښور کې انتظامیه په سلګونو غیرقانوني ګاړي نیولي

0
304

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې وزیراعلی محمود خان په حکم د پیښور ډویژن کمشنر په مشرۍ کې کاروایی کړې ده او په سلګونو هغه ګاړي ی نیولي دي چې سرکارۍ اسناد نه لري.
د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په حکم د پيښور ډويژن کمشنر رياض خان محسود په مشرۍ کښې پيښور کښې د غيرقانوني کمرشل ګاړو په ضد ميګا اپريشن روان دے په دريمه ورځ حکومت 512 نور غير قانوني کمرشل ګاړي ضبط کړي دي.
په دغو درې ورځنيو عملياتو کې تراوسه پورې ١٣٢١ غير قانوني تجارتي موټرونه نيول شوي دي. کمشنر پيښور رياض خان محسود پخپله د غير قانوني کمرشل ګاړو په ضد د کمپاين څارنه کوي او ډپټي کمشنر پيښور شفيع الله خان پرله پسې دريو ورځو راهسې په دې عملیاتو کې بوخت دې او قانوني کاروایی کوي.

Leave a reply