په ضم قبایلي علاقو کې د قانون او جرګې په اړه مهمه پریکړه

0
125

باغی ټي وي رپورټ
د قبائيلي ضلعو د ډپټي کمشنرانو ته د سول ججانو په توګه د کار کولو واک ورکړے شوے دې.
د کورنیو او قبائلي چارو او څانګې د ډپټي کمشنر ذمه وارې په اړه یو رسمي مراسله هم جاري کړې ده. په مراسله کې لیکل شوي دي چې وس کولې شي چې ډپټي کمشنر د جج په توګه هم خپله دنده ترسره کړي.
د یادونې د چې پاکستان مسلم لیک ن د حکومت په آخرو ورځو کې قبایلي سیمې د پاکستان په آیین کې د ۲۵ وم ترمیم ترلاندې په صوبه کې شاملې کړې شوې.
اووه ۷ قبایلي ضلعې او ورسره ۶ ایف آرز په 24 نیټه د مې،کال 2018، د پاکستان قومي اسمبلۍ د فاټا-KP انضمام لپاره د پاکستان په اساسي قانون کې د ترمیم کولو په حق کې رایه ورکړه چې بله ورځ د سینیټ لخوا تصویب شو.
د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ نه هم د ۲۰۱۸م کال د مې په ۲۷مه نېټه پخوانۍ فاټا د ضم کیدو بل د منظورۍ لپاره وړاندې شو او په اکثريت سره منظور شو. د ۲۰۱۸ کال د مې په ۲۸ مه د پاکستان ولسمشر د فاټا د عبوري حکومت مقرره لاسلیک کړه .

Leave a reply