اروپا په نړۍ کې د وسلو اخستل او واردول زیات کړي

باغي ټي وي رپورټ
د پوځي لګښتونو او د وسلو د نړیوالې سوداګرۍ څارنه کوونکي تنظیم سویډش سپري په یو بیان کې ویلي دي چې په اوکراین کې د جګړې له پیله مخکې اروپايي هېوادونو ته د وسلو په لویه پیمانه واردول پیل شوي دي، په رپورټ کې زیاتوي چې په تېرو څو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې اروپایی هیوادونو کې د وسلې واردولو کچه ډیره اوچته شوي دي.
د اسټاک هوم پیس د سولې څېړنیز انسټیټیوټ (SPRE) په وینا، اروپايي هېوادونه پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د خپلو پوځي وړتیاوو پر زیاتوالي زور ورکړې دې ، خو احصایې او نور حقایق ښيي چې اروپا له جګړې مخکې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ وسلې ترلاسه کړې دي. د وسلو نړیوال تجارت په تیرو پنځو کلونو کې ۴.۶ سلنه راښکته شوې دې، خو ددې برعکس د اروپا د وسلو پیرود په چټکۍ سره زیات شوې دې او د وسلو واردول ۱۹ سلنه زیات شوې دې.
د یادونې ده چې په اوکراین د روس برید څخه پس امریکا هم روس ته په سلګونو شمیر کې الوتکې ویشتونکي توغندي ورکړي دي.





