پښتنې لور او پلار د نړۍ یو لوی تاریخ جوړ کړو

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور پوهنتون د انجینرنګ یونیورسټۍ په کلیز کانووکیشن کښي پلار او لور په یوه ورځ د پی ایچ ډي درجې ډګري ترلاسه کولو سره تاریخ جوړ کړی دی.
د تفصيلاتو ترمخه د پيښور يونيورسټي آف انجنئيرنګ اسسټنټ پروفيسر ډاکټر مسعود خان او د هغه لور ډاکټر ناديه مسعود خان پي ايچ ډي ډګري ترلاسه کړې ده.
په رسنیو کې چاپ د یو رپورټ مطابق پلار او لور په یو وخت په یاد پوهنتون کې د پي ایچ ډي ډګرۍ لپاره خپل نومونو ثبت کړل او زده کړې ی پیل کړي او په بریالي توب ی خپل د ریسرچ یعنې تحقیقي چارې هم بشپړ کړې او دغه شاه پلار او لور په یو وخت او یو پوهنتون څخه د پي ایچ ډي ډګري ترلاسه کړې .
له مشرق ټي وي سره خبرو کې ډاکټر مسعود خان وويل چې د ځينو کورنيو ذمه واريو له امله يې په خپل وخت د پي ايچ ډي لپاره زده کړې پیل او بشپړ نه کړ خو دا د ده لپاره د وياړ خبره ده چې د خپلې لور ډاکټر ناديه سره ی په همدې کانووکيشن کې يې پي ايچ ډي بشپړه ډګري ترلاسه کړه.






