امریکا ویلي ایران سره توافق ته نږدې شوي یو

امریکا ویلي ایران سره توافق ته نږدې شوي یو
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده بیا ویلي چې دوی پر امریکا بې باوره دي او څو پورې چې یو واضح توافق ته ورسره نه وي رسېدلي د نویو پرمختګونو په اړه څه نه شي ویلی.
(2022 / 3 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ونډې شرمن وایي، واشنګټن له ایران سره توافق ته نږدې شوی دی او دا هیله لري چې د روسیې په ګډون ټول ښکېل اړخونه په دې برخه کې له پوره جدیت څخه کار واخلي.
نوموړې زیاته کړې ده چې دا د ایران له لوري وروستيو اقداماتو اندېښمنه کړې ده او په وینا یې، که چېرته دغه هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی ولري نو سیمه او نړۍ به له نه جبرانېدونکو ګواښونو سره مخ شي.
هغې ټینګار کړی دی چې ایران باید په ژمنو عمل وکړي او له داسې کړنو لاس پر سر شي چې هغه د سیمې امنیت له خطرونو سره مخ کوي.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده بیا ویلي چې دوی پر امریکا بې باوره دي او څو پورې چې یو واضح توافق ته ورسره نه وي رسېدلي د نویو پرمختګونو په اړه څه نه شي ویلی.






