د م.م د بشري حقونو عالي کمېشنري: حکومت سره دې پر سفرونو د بندیزونو پر لرې کولو خبرې وشي
د م.م د بشري حقونو عالي کمېشنري: حکومت سره دې پر سفرونو د بندیزونو پر لرې کولو خبرې وشي
هېدر بار وایي افغانان حق لري چې سفرونه وکړي او له خپل هېواد نورو سیمو ته لاړ شي. نوموړې په ځانګړې توګه د مېرمنو پر سفرونو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده او ټینګار کوي چې د پاسپورت ریاست دې د پاسپورتونو عادلانه وېش ته مخه کړي.
(2022 / 3 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت دې د افغانانو پر سفرونو بندیزونه او محدودیتونه لرې کړي.
د بشري حقونو نړیوالې ادارې د ښځو د برخې مشرې په ټوېټ پیغامونو کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مشر سفر ته په اشارې له نوموړي غوښتي چې له نوي حکومت پر سفرونو د محدودیتونو لرې کول وغواړي.
هېدر بار وایي افغانان حق لري چې سفرونه وکړي او له خپل هېواد نورو سیمو ته لاړ شي. نوموړې په ځانګړې توګه د مېرمنو پر سفرونو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده او ټینګار کوي چې د پاسپورت ریاست دې د پاسپورتونو عادلانه وېش ته مخه کړي.
نوموړې داسې مهال د سفرونو د محدویتونو خبره کوي، چې افغان حکومت وایي د قانوني اسنادو لرونکي افغانان سفرونه کولی شي او د دوی پر تګ راتګ محدودیت نشته دی.