له اقتصادي فشارونو سره سره لا هم د افغانستان سفارتونه په ټولو هېوادونو کې فعال دي

له اقتصادي فشارونو سره سره لا هم د افغانستان سفارتونه په ټولو هېوادونو کې فعال دي
دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې نوي حکومت بیا ټولو سفارتونو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي وو، چې دوی له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، نو ځکه د خپلو سفارتونو مالي او سیاسي ملاتړ ته ادامه ورکوي.
(2022 / 3 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اسوشټېډ پرېس خبري اژانس وایي سره له دې چې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځ ته شو او دغه حکومت تر دې دمه د خپلو سفارتونو د مالي ملاتړ لپاره اړین اقدام نه دی کړی، خو بیا هم پخوانیو ديپلوماتانو دغه سفارتونه او قونسلګرۍ پرانیستې ساتلې دي.
سرچینه وایي افغان سفارتونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په امریکا کې په راتلونکو ورځو کې د افغان سفارت د تړل کېدو امکان شته دی.