افغان فلم له شپږ میاشتني ځنډ وروسته پر کار پیل وکړ

0
124

افغان فلم له شپږ میاشتني ځنډ وروسته پر کار پیل وکړ

د نوموړي په خبره، که چېرته له سینما څخه ښه ګټه واخیستل شي، د جګړه ځپلو او فقر ځپلو افغانانو ټولې ستونزې په تر ټولو ښه شکل باندې نړیوالو ته رسول کېدای شي، چې دا چاره به نه یوازې عایداتي منبع وي بلکې د نړیوالو مرستندویانو د جلب په برخه کې هم ګټور واقع کېدای شي.

 

(2022 / 3 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان فلم له شپږ میاشتني ځنډ وروسته د دوو مستندو فلمونو په وړاندې کولو سره خپل فعالیت پیل کړی دی.

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان فلم جوړوونکي هڅولي دي چې د افغاني ټولنې په رغنیزه برخه کې کمښت او اړتیا ته په کتو سره د فلمونو تولید ته مخه کړي.

په ورته وخت کې د هېواد فعال او تکړه ممثل سلیمان راحل وایي چې سینما د یو هېواد هویت دی. د هغه په وینا، دغه اداره باید تر پخوا په ښه ډول سره خپلې چارې پیل کړي څو د افغاني کلتور، دود او فرهنګ اصلي څېره نړیوالو ته وښودل شي.

د نوموړي په خبره، که چېرته له سینما څخه ښه ګټه واخیستل شي، د جګړه ځپلو او فقر ځپلو افغانانو ټولې ستونزې په تر ټولو ښه شکل باندې نړیوالو ته رسول کېدای شي، چې دا چاره به نه یوازې عایداتي منبع وي بلکې د نړیوالو مرستندویانو د جلب په برخه کې هم ګټور واقع کېدای شي.

د یادونې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته د افغان فلم فعالیت په ټپه درېدلی و خو اوس یې له نویو هېلو سره خپلې چارې پیل کړې دي.

Leave a reply