پاکستاني سوداګر وایي د افغان توکو پر ځينو وارداتو دې مالیه کمه یا بیخي معاف شي

د دوی په خبره د ځینو افغان تولیداتو پر صادراتو دې مالیه کمه او په بشپړه توګه معاف شي څو سوداګري وده وکړي او پاکستاني سوداګر له افغانستان لا ډېر توکي را وارد کړي. دوی په ځانګړې توګه پر نیمه خامو قالینو د مالیاتو پر کمولو ټینګار کړی دی.
(2022 / 3 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د راپورونو له مخې پاکستاني سوداګرو او ځینو چارواکو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته په یوه لیک کې ویلي چې له افغانستان سره باید سوداګري لا ډېره اسانه کړل شي.
د دوی په خبره د ځینو افغان تولیداتو پر صادراتو دې مالیه کمه او په بشپړه توګه معاف شي څو سوداګري وده وکړي او پاکستاني سوداګر له افغانستان لا ډېر توکي را وارد کړي. دوی په ځانګړې توګه پر نیمه خامو قالینو د مالیاتو پر کمولو ټینګار کړی دی.
پاکستاني سوداګر داسې مهال دغه غوښتنه کوي چې د افغانستان نیمه خامې قالینې د لا ډېر پروسس په موخه پاکستان ته لېږل کېږي او دغه هېواد یې بیا د خپلو تولیداتو په نامه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کوي.