د ناباورۍ رای لپاره د قامي اسمبلې غونډه رابلل شوې

0
156

باغی ټي وي رپورټ
سينيټر فيصل جاويد وئيلي دي چي د عدم اعتماد تحريک به په 28 مارچ ووټ اچولے شي۔ اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې سينيټر فيصل جاويد د عدم اعتماد تحريک باندې د ووټ اچولو نيټې تصديق کړې دې۔ ده ووئيل د اپوزيشن لخوا رابللې شوې غونډه به په 21 مارچ رابللې شي او د عدم اعتماد په تحريك باندې ووټ به په 28 مارچ كولې شي۔
له دې وړاندې د وزيراعظم په مشرۍ کې د پي ټي آئي د کور کميټۍ غونډه شوې وه چې پکې د قامي اسمبلۍ غونډه رابللو په اړه مشاورت مکمل شوی دی.دسرچينو ترمخه د کور کميټۍ په غونډه کې اسد عمر د اتحادي ګوندونو او د پارليماني چارو صلاح کار بابر اعوان ته د پارټۍ په تنظيمي چارو بريفنګ ورکړو.سرچينې زياته کړې چې کور کميټې د عدم اعتماد ټولې پرېکړې وزيراعظم ته سپارلې دي.
دسرچينو له مخې وزيراعظم په اتحاديانو دبشپړ باور څرګندونه کړې اؤ وئيلي يې دي چې اتحاديان چرته نۀ ځي، هغوي زمونږ سره دي اؤ زمونږ ټول تياريانې مکمل دي، دبې باورۍ کومه ستونزه نشته، صورتحال داطمينان وړ دى.

Leave a reply