ازبیکستان له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

0
185

ازبیکستان له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

امیرخان متقي هم ویلي چې دوی له ټولې سیمې سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او په وینا یې په داسې وضعیت کې چې د نړۍ اقتصادي او سیاسي حالت چټک بدلېدونکی دی د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اعتماد رامنځ ته کېدل اړین دي او دا مسئله به د پياوړ اړیکو او دایمي پرمختګ سبب شي.

(2022 / 3 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف تېره ورځ ناوخته د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي.

ازبېک لوري ویلي دوی په دې لټه کې دي چې له افغانستان سره یې اړیکې پراخې شي او دواړه لوري وکړی شي له رامنځ ته شوي ثبات او امنیت د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره ګټه پورته کړي.

Leave a reply