امریکايي ديپلومات: د افغان پوځیانو د جذب په اړه غیر رسمي خبرې پيل شوې دي

امریکايي ديپلومات: د افغان پوځیانو د جذب په اړه غیر رسمي خبرې پيل شوې دي
پخواني امریکايي ديپلومات فیلیپ کازنېټ چې څه موده وړاندې یې په امریکایي پوځ کې د پخوانیو افغان پوځیانو پر جذب خبرې کړې وې، په تازه مرکه کې ویلي چې په دې تړاو بحثونه په امریکايي حکومت کې په غیر رسمي توګه پيل شوي دي.
(2022 / 3 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په امریکايي پوځ کې د پخوانیو افغان پوځیانو د جذب بحثونه په غیر رسمي توګه پيل شوي دي.
پخواني امریکايي ديپلومات فیلیپ کازنېټ چې څه موده وړاندې یې په امریکایي پوځ کې د پخوانیو افغان پوځیانو پر جذب خبرې کړې وې، په تازه مرکه کې ویلي چې په دې تړاو بحثونه په امریکايي حکومت کې په غیر رسمي توګه پيل شوي دي.
نوموړی وایي دا تر ټولو ښه لار ده چې مسلکي افغان پوځیانو ته په امریکايي پوځ کې دنده ورکړل شي او د اړتیا پر مهال له امریکا بهر د جګړو لپاره ولېږل شي.
کازنېټ ټینګار کوي چې امریکا باید افغان مسلکي پوځیانو ته د کار او دندې فرصت ورکړي او ښایي دا بحثونه ژر یوه پایله ولري.
اړوند موضوعات:
امریکايي ديپلومات: امریکا په اوکراین کې افغان جنګیالیو ته اړتیا لري
مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکي ښايي امریکا افغان پوځیان د اوکراین جګړې ته د لېږلو په موخه په خپلو لیکو کې جذب کړي.






