د بشري حقونو عالي کمېشنري: افغانستان له څو اړخیز ناورین سره مخ دی

0
162

د بشري حقونو عالي کمېشنري: افغانستان له څو اړخیز ناورین سره مخ دی

هغه زیاتوي چې لوږه، بېکاري، کمزوری اقتصاد او نامعلوم وضعیت ټول هغه څه دي چې په افغانستان کې یې یو څو اړخیز ناورین رامنځ ته کړی دی او کابو کول یې په نړیواله کچه همکاریو او پرېکړو ته اړتیا لري.

 

(2022 / 3 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې لیز تراسل په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او دې پایلې ته رسېدلي چې دغه هېواد له څو اړخیز ناورین سره مخ دی.

د نوموړې په خبره افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت، بېکارۍ، نړیوالو اقتصادي فشارونو او ورته ستونزو له امله بشري ناورین د پراختیا په حال کې دی.

هغه زیاتوي چې لوږه، بېکاري، کمزوری اقتصاد او نامعلوم وضعیت ټول هغه څه دي چې په افغانستان کې یې یو څو اړخیز ناورین رامنځ ته کړی دی او کابو کول یې په نړیواله کچه همکاریو او پرېکړو ته اړتیا لري.

لیز وایي دمګړی میلیونونه افغانان خوراکي توکو او اقتصادي مرستو ته اړتیا لري چې باید دا ستونزه هم په بنسټیزه توګه حل کړل شي.

Leave a reply