والسټرېټ ژرونال: چین غواړي ژر د مس عینک استخراج پیل کړي

0
161

والسټرېټ ژرونال: چین غواړي ژر د مس عینک استخراج پیل کړي

والسټرېټ ژورنال لیکي چې چینایي لوري په دې تړاو له افغان حکومت سره خبرې پيل کړې دي او هڅه کوي ژر دغه چاره پیل کړي. سرچینه کاږي چې استخراج شوي توکي به د پاکستان له لارې چين ته لېږدول کېږي او دا چاره د رېل پټلۍ جوړولو ته اړتیا لري.

 

(2022 / 3 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

چین له افغان لوري سره د مس عینک کان پر استخراج خبرې کړې دي.

والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چین غواړي د نړۍ د مسو ستر کان استخراج کړي، ځکه دغه هېواد دمګړی مسو ته اړتیا لري او په نړۍ کې هم د مسو بیې لوړې شوې دي.

والسټرېټ ژورنال لیکي چې چینایي لوري په دې تړاو له افغان حکومت سره خبرې پيل کړې دي او هڅه کوي ژر دغه چاره پیل کړي. سرچینه کاږي چې استخراج شوي توکي به د پاکستان له لارې چين ته لېږدول کېږي او دا چاره د رېل پټلۍ جوړولو ته اړتیا لري.

راپور کې راځي چې چین همدا راز د هېواد په شمال کې د ګازو او تېلو پر استخراج هم کارونه پيلوي او هڅه کوي دا دوه چارې ژر تر ژره پيل شي.

Leave a reply