امریکايي ديپلومات: امریکا په اوکراین کې افغان جنګیالیو ته اړتیا لري
امریکايي ديپلومات: امریکا په اوکراین کې افغان جنګیالیو ته اړتیا لري
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا د تخلیې ماموریت پر مهال زرګونه افغان سرتېري چې د ځانګړو قطعاتو او کومانډو غړي وو له ځان سره بېولي او ډېری یې په امریکا کې مېشت دي.
(2022 / 3 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کوزو کې د امریکا پخوانی سفیر او ددغه هېواد ديپلومات فلیپ کازنت وایي، ددې احتمال شته چې امریکا د خپل پوځ په لیکو کې د افغان جنګیالیو یوه ډله رامنځ ته کړي.
د ده په وینا ښايي امریکا د افغان جنګیالیو او ځانګړو ځواکونو یوه پياوړې ډله رامنځ ته کړي چې هغه له ځان سره وساتي او د اوکراین په څېر هېوادونو ته یې د جګړې لپاره ولېږي.
فليپ وایي دوی هغه کسان دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې خطرناکې جګړې تېرې کړې دي نو په اوکراین کې امریکا ددوی وړتیا ته اړتیا لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا د تخلیې ماموریت پر مهال زرګونه افغان سرتېري چې د ځانګړو قطعاتو او کومانډو غړي وو له ځان سره بېولي او ډېری یې په امریکا کې مېشت دي.