ملګري ملتونه وايي تر دې دمه ۶۵۰ زره کسان له اوکراین کډه شوي دي

0
71

ملګري ملتونه وايي تر دې دمه ۶۵۰ زره کسان له اوکراین کډه شوي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا ۶۵۰ زره کسان تر دې دمه له اوکراین کوچېدلي او د دې احتمال شته چې تر شاوخوا ۴ میلیونو پورې خلک د خپل ځان د ساتلو لپاره کډه شي.

 

(2022 / 3 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي له اوکراین سلګونه زره وګړي کډه کولو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا ۶۵۰ زره کسان تر دې دمه له اوکراین کوچېدلي او د دې احتمال شته چې تر شاوخوا ۴ میلیونو پورې خلک د خپل ځان د ساتلو لپاره کډه شي.

همدا راز یاده اداره وایي چې په اوکراین کې شاوخوا ۱۲ میلیونه وګړي خوندیتوب ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ بیا ددغه وضعیت د مدیریت لپاره د ۱،۲ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

دوی وايي نړیوال دې په دې سختو شرایطو کې د اوکرایني وګړو لاسنیوی وکړي او خوندیتوب ته یې دې جدي پاملرنه وکړي.

Leave a reply