افغان او ترکي لوري؛ د هوایي ډګرونو د مدیریت پر مسئله خبرې کړې دي

افغان او ترکي لوري؛ د هوایي ډګرونو د مدیریت پر مسئله خبرې کړې دي
له هغه وروسته چې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځ ته شو، بیا تر دې دمه د هوایي ډګرونو د مدیریت پر مسئله خبرې روانې دي، دا خبرې له ترکیې او قطر سره کېږي چې تر دې دمه پایله نه لري.
(2022 / 3 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د ترکیې د ديپلوماسۍ فورم تر بشپړېدو وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره د هوایي ډګرونو د مدیریت او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
ډاکټر نعیم وایي د کابل هوايي ډګر په ګډون د افغانستان د نورو نړیوالو هوایي ډګرونو پر مدیریت له ترکیې سره خبرې روانې دي او هڅه کېږي دا بحثونه ژر یوې پایلې ته ورسېږي.
هغه وايي په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې پر اختلافي مواردو باید بحثونه چټک شي او ژر دې هغه برخې نهایي شي چې لا هم بحث ته اړتیا لري.
له هغه وروسته چې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځ ته شو، بیا تر دې دمه د هوایي ډګرونو د مدیریت پر مسئله خبرې روانې دي، دا خبرې له ترکیې او قطر سره کېږي چې تر دې دمه پایله نه لري.






