د کډوالو نړیواله اداره: افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي بېځایه شوي دي

0
231

د کډوالو نړیواله اداره: افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي بېځایه شوي دي

د کډوالو نړیواله اداره وایي چې په تېرو یوولسو کلونو کې شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي دي. سرچینه کاږي چې تر ډېره دغه کسان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

 

(2022 / 3 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کډوالو د نړیوالې ادارې په یوه تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې شپږ میلیونه کسان په کور د ننه بېځایه شوي دي او د روان اقتصادي وضعیت له امله ښایي دا شمېره نوره هم لوړه شي.

دغه اداره وایي چې لوړه شمېره کسان د وچکالۍ، اقتصادي ستونزو او جګړو له امله بېځایه شوي وو.

د کډوالو نړیوالې ادارې د راپور پر بنسټ یوازې په ۲۰۲۱ کال کې ۱،۳ میلیونه کسان په افغانستان کې بېځایه شوي وو، چې تر ډېره دا کډوالي د جګړو له امله رامنځ ته شوې.

د کډوالو نړیواله اداره وایي چې په تېرو یوولسو کلونو کې شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي دي. سرچینه کاږي چې تر ډېره دغه کسان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

Leave a reply