د هند د دفاع وزیر: خوښ یو چې پاکستان کې زموږ لګیدلي توغندي زیان نه درلود

0
84

د هند د دفاع وزیر: خوښ یو چې پاکستان کې زموږ لګیدلي توغندي زیان نه درلود

سرچینې زیاته کړې چې دوه ورځې مخکې د تخنیکي ستونزو له امله دا توغندۍ توغول شوی و. د هندوستان د دفاع وزارت پر دې پېښې داندېښنې څرګندونه کړې خو بیا یې پر دې خوښي څرګنده کړې چې ځاني زیان یې نه درلود.

 

(2022 /  3 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هند د دفاع وزارت منلې ده، چې په تېروتنې سره یې یو توغندۍ د پاکستان په لوري توغولی دی.

تر دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي وو، چې د هندوستان له لوري توغول شوي توغندی د پاکستان د پنجاب ایالت اړونده میا چنو سیمه کې لکیدلی، چې ځاني زیان یې نه درلود، خو د خلکو املاکو ته یې زیانونه اړولي دي.

پاکستان په اسلام اباد کې د هندوستان د سفارت استازی د بهرنیو چارو وزارت ته احضار او په دې اړه یې ترې سپیناوی غوښتی.

اوس د هندوستان د دفاع وزارت منلې ده، چې یو توغندۍ د تېروتنې له امله د پاکستان په لوري توغول شوی و او په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې دوه ورځې مخکې د تخنیکي ستونزو له امله دا توغندۍ توغول شوی و. د هندوستان د دفاع وزارت پر دې پېښې داندېښنې څرګندونه کړې خو بیا یې پر دې خوښي څرګنده کړې چې ځاني زیان یې نه درلود.

Leave a reply