بهرنیو چارو وزارت: ترکیه کې د بېلو هېوادونو له استازو سره لیدنې شوې دي
بهرنیو چارو وزارت: ترکیه کې د بېلو هېوادونو له استازو سره لیدنې شوې دي
بلخي همدا راز وایي چې د ازبکستان، ترکیې، فنلنډ، سومالیا، لبنان، بحرین، وینزویلا او ځینو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم لیدنې شوې او دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو د پاللو ډاډ ورکړی دی.
(2022 / 3 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت وايي چې د انتالیا په غونډه کې یې د بېلو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېت پيغامونو کې ویلي چې د انتالیا فورم په څنډه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره کتلي دي.
نوموړی وايي په دې لیدنه کې پر مهمو دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي او افغان حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې پر افغانانو اقتصادي فشارونه باید ختم کړل شي.
بلخي همدا راز وایي چې د ازبکستان، ترکیې، فنلنډ، سومالیا، لبنان، بحرین، وینزویلا او ځینو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم لیدنې شوې او دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو د پاللو ډاډ ورکړی دی.
بلخي وایي چې دا لیدنې او بحثونه به دوام کوي او دوی له نړیوالو سره د ښو او پراخو اړیکو په لټه کې دي.