شمالي کوریا: د امریکا د نظامي اقداماتو د جاسوسي لپاره سپوږمکۍ فضا ته لېږو

شمالي کوریا: د امریکا د نظامي اقداماتو د جاسوسي لپاره سپوږمکۍ فضا ته لېږو
اون دغه راز ویلي چې که څه هم نیمه نړۍ د دوی د توغندویي ازموینو غندنه کوي خو په خبره یې، که ټوله نړۍ یې هم پر وړاندې ودرېږي دوی به له خپلو موخو را ونه ګرځوي.
(2022 / 3 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون ویلي چې هېواد به یې په راتلونکو کلونو کې د امریکا د پوځي اقداماتو د جاسوسي لپاره څو سپوږمکۍ فضا ته ولېږي.
نوموړي زیاته کړې ده چې دا سپوږمکۍ به د امریکا د شیطاني کړنو په اړه پټ معلومات را غونډوي.
اون دغه راز ویلي چې که څه هم نیمه نړۍ د دوی د توغندویي ازموینو غندنه کوي خو په خبره یې، که ټوله نړۍ یې هم پر وړاندې ودرېږي دوی به له خپلو موخو را ونه ګرځوي.
د یادونې ده چې د تېرې فبروري میاشتې په ۲۷مه او د مارچ میاشتې په ۵مه شمالي کوریا دوه توغندویي ازموینې وکړې چې په نړیواله کچه یې غبرګونونه را وپارول.






