قطر: اقتصادي وضعیت؛ افغانستان کې پر بشري وضعیت ناوړه اغېز کړی
قطر: اقتصادي وضعیت؛ افغانستان کې پر بشري وضعیت ناوړه اغېز کړی
د قطري استازې په خبره افغانستان کې باید د مېرمنو د کار او زده کړو حقوق هم خوندي شي خو تر هر څه وړاندې ددغه هېواد اقتصادي وضعیت سره همکاري په کار ده څو د افغانانو اوسنی رنځ او درد پای ته ورسېږي.
(2022 / 3 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
قطر وايي د افغانستان اقتصادي وضعیت پر بشري وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ کې د قطر سرپرستې استازې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له روان وضعیت خبر دي او په دې اړه خپلې اندېښنې لري.
جوهره السویدي وايي په دغه هېواد کې روان اقتصادي وضعیت د بشري حقونو پر وضعیت ناوړه اغېز کړی دی او تمه ده چې نړیوال په دې برخه کې همکاري وکړي.
د قطري استازې په خبره افغانستان کې باید د مېرمنو د کار او زده کړو حقوق هم خوندي شي خو تر هر څه وړاندې ددغه هېواد اقتصادي وضعیت سره همکاري په کار ده څو د افغانانو اوسنی رنځ او درد پای ته ورسېږي.