ازبیکستان او امریکا د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

0
85

ازبیکستان او امریکا د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

ازبیکستان د هېواد شمالي ګاونډی دی چې تل یې له افغانستان سره د ښو اړیکو د لرلو هڅه کړې ده او په بېلو سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د پراخو او دایمي اړیکو غوښتونکی دی.

 

(2022 / 3 / 10  نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبیکستاني سیال سره لیدلي دي او په سیمه کې پر روان وضعیت یې نظرونه تبادله کړي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دوی په سیمه کې د دایمي سولې او ثبات له هڅو سره مرسته کوي او تمه لري چې ترهګریز ګواښونه په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

امریکایي لوري هم ویلي چې دوی په سیمه کې وضعیت څاري او اجازه به ور نه کړي چې له افغانستان ازبیکستان ته کوم ګواښ جوړ شي.

ازبیکستان د هېواد شمالي ګاونډی دی چې تل یې له افغانستان سره د ښو اړیکو د لرلو هڅه کړې ده او په بېلو سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د پراخو او دایمي اړیکو غوښتونکی دی.

Leave a reply