امنیتي چارواکي: ننګرهار ولایت کې مو اتۀ وسلوال غلۀ نیولي 

0
198

د ننګرهار ولایت د استخباراتو رییس ویلي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې اته تنه وسله وال غله نیولي دي. ډاکتر بشیر زیاته کړې ده چې دې اته کسیزې ډلې به د ا.ا په نوم د خلکو له کورونو څخه غلاوې کولې.

(2022 / 3 /  7 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ننګرهار ولایت د استخباراتو رییس ویلي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې اته تنه وسله وال غله نیولي دي. ډاکتر بشیر زیاته کړې ده چې دې اته کسیزې ډلې به د ا.ا په نوم د خلکو له کورونو څخه غلاوې کولې.

د هغه په وینا، له دغو کسانو سره یې یوه اندازه وسلې، مهمات او غلا شوي موټر هم نیولي دي.

یاد اته کسان اوسمهال د ننګرهار ولایت د استخباراتو ریاست په بندخونه کې دي او د رسنیو پر وړاندې یې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

Leave a reply