والسټرېټ ژورنال: افغانستان کې د بانکي سیستم رغېدو لپاره نړۍوال باید لاس پکار شي 

0
213

والسټرېټ ژورنال: افغانستان کې د بانکي سیستم رغېدو لپاره نړۍوال باید لاس پکار شي 

سرچینه کاږي چې په افغانستان کې بېکاري ډېره شوې ده، خو هغه کسان چې له بهر له خپلو خپلوانو پیسې ترلاسه کوي ساعتونه ساعتونه په کتارونو کې ولاړ وي، څو د رالېږل شوو پیسو یوه برخه ترلاسه کړي.

 

(2022 / 3 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

والسټرېټ ژورنال په یوه راپور کې له کابل لیکلي دي چې په افغانستان کې بانکي سیستمونه نامنظم دي او خلک یې له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.

سرچینه کاږي چې په افغانستان کې بېکاري ډېره شوې ده، خو هغه کسان چې له بهر له خپلو خپلوانو پیسې ترلاسه کوي ساعتونه ساعتونه په کتارونو کې ولاړ وي، څو د رالېږل شوو پیسو یوه برخه ترلاسه کړي.

والسټرېټ ژورنال لیکي چې دې مسئلې خلکو ته پراخې ستونزې جوړې کړې دي او ددې جدي اړتیا ده چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه په افغانستان کې د بانکي سیستم د فعالیت په برخه کې همکاري وکړي.

له دې سره جوخت د افغانستان بانک هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بانکي سیستم د فعالېدو په برخه کې همکاري وکړي او خلک له رامنځ ته شوو ستونزو وژغوري.

Leave a reply