تامس نیکلسن: د بشري حقونو وضعیت ته هیله مندي ډېره شوې
تامس نیکلسن: د بشري حقونو وضعیت ته هیله مندي ډېره شوې
نیکلسن چې تل د نوي حکومت له چارواکو سره په مذاکراتو بوخت وي وايي، تر دې دمه هېڅ اروپايي هېواد د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو ډاډ نه دی ورکړی، خو له ټولو اړخونو سره مذاکرات روان دي، څو په افغانستان کې یو پیاوړی او ډاډمن حکومت رامنځ ته شي.
(2022 / 3 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان کې د بشري حقونو رعایت ته هيله مندي ډېره شوې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي تامس نیکلسن په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان نوي حکومت نجونو او هلکانو ته د زده کړو اجازه ورکړې ده او د پوهنتونونو دروازې یې پرانیستې دي.
د ده په وینا داسې هیله مندي شته چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مثبت لوري ته روان شي، سره له دې چې دمګړی یې په اړه اندېښنې شته دي.
هغه همدا راز د افغانستان نوی حکومت هڅولی چې په کورني مشروعیت پسې وګرځي او د خپلو خلکو حقونو ته درناوی وکړي.