د پاکستان مرستې، د پروپاګندۍ قرباني؛ هغوی چې هڅه یې کوله دا مرستې بدنامې کړي ناکام شول

0
201

د پاکستان مرستې، د پروپاګندۍ قرباني؛ هغوی چې هڅه یې کوله دا مرستې بدنامې کړي ناکام شول

د یادونې ده چې د ټولنیزو رسنیو کارکوونکي یو انځور ښکته و پورته کوي او وایي چې ګواکې دا د پاکستان لۀ خوا افغانستان سره مرسته شوي غنم دي؛ خو تر څېړنو وروسته جوته شوه چې یاد تصویر د ۲۰۲۰ م کال سند کې د خرابو شویو غنمو دی.

(2022 / 3 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

تر هغه وروسته چې بهرني ځواکونه د امریکا پۀ مشرۍ لۀ افغانستان څخه ووتل د پاکستان پۀ ګډون یو شمېر هېوادونه افغانستان ته د بشري مرستو پۀ موخه غنم او نور خوراکي مواد ولېږل.

پاکستان لۀ تېرو څلورو میاشتو راپدېخوا پۀ سلګونه ټنه غنم د افغانستان خلکو سره د مرستې پۀ موخه افغانستان ته ولېږل چې تر ډیره پۀ اړمنو کسانو ته ووېشل شول.

د څلورو میاشتو پۀ تېرېدو لۀ دغو غنمو چا شکایت ونکړ؛ خو وروسته لۀ هغه چې انجینر خان محمد پرته لۀ دې چې څېړنه وکړي او دغه غنم لابراتوار کې چک کړي وویل چې د پاکستان لۀ خوا مرسته شوي غنم خراب او د استعمال وړ ندي، وروسته تر هغۀ د نوموړي دغه خبرې ټولنیزو رسنیو کې زور واخست او پراخ غبرګونه یې راوپارول چې پاکستان ولې د افغانانو لۀ مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخلي؛ خو هغه وخت چې د پاکستان مرسته شوي غنم د ټاکل شوي هیئت لۀ خوا وکتل شول، معلومه شوه چې د خان محمد چې د مرکزي سیلو چارسمبالی دی خبره بې بنسټه ده.

د نوموړي د بې بنسټه څرګندونو لۀ امله دی د چارواکو لۀ خوا لۀ دندې لرې کړل شو.

Leave a reply