نرښځیان مظلومه ډله ده، هم جنس پرستۍ سره دې و نه تړل شی: شرعي عدالت

0
231

باغي ټي وي رپورټ
دبشري حقونو وزارت ډي جي وفاقي شرعي عدالت مخې ته اوویل چې دبشري حقونو وزارت اؤ رياست هم جنس پرستي ته داجازې ورکولو تصور هم نۀ شي کولى.

د مشرق نیوز رپورټ مطابق، وفاقي شرعي عدالت مخې ته حاضر شوي د بشري حقونو د وزارت ډي جي ډي جي اوویل چې د وزارت په ليكلي ځواب كښې د هم جنس پرستې په اړه وركړې شوې بیان غلط دې ریاست او د انساني حقونو وزارت د هم جنس پرستې د اجازت تصور هم نه شي كولې۔ هغه اوویل چې که عدالت اجازت راکړي نو په ځواب کې بدلون کول غواړو.
د مقدمې په اوریدنه کي اوویل شول چې که د اسلام نظریاتي کونسل په مشورو عملی وشی نو هیڅ ستونزه نه پیدا کیږي او نرښځو ته چې کوم حقونو او امنیت اسلام ورکوي بل هیڅ کوم مذهب ی نه ورکوي.
عدالت دبشري حقونو وزارت څخه په دوه هفتو کې دننه بدل شوې ځواب غوښتى دى.

Leave a reply