اوکراین د ۱۱ زره روسي پوځیانو د وژل کیدو ادعا کړې

یاد چارواکي زیاته کړې ده چې دوی به تر وروستۍ سلګۍ د هر ډول یرغل پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او په خبره یې، اوکراینیانو ته په کار ده چې د خپلې ازادۍ خونديتوب لپاره دغې مبارزې ته د ورودانګي.
(2022 / 3 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین پوځي قومندانۍ اعلان کړی دی چې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته تر اوسه پورې شاوخوا ۱۱ زره روسي پوځیان وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان شوي دي.
رویټرز اژانس د اوکراین د یو لوړپوړي پوځي چارواکي له قوله ویلي چې اوکرایني ځواکونو د روسي سرتېرو پرمختګ ورو کړی دی.