دښمن نه غواړي پاکستان کې امن وي
باغی ټي وي رپورټ
د تیرې جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار کې په کوچه رسالدار کې یو ځانمرګي برید ترسره شو.
تراوسه پورې په دې ځانمرګي برید کې ۶۰ کسانو د مړینې تصدیق شوی دې او تر ۲۰۰ پورې کسان ټپیان شوي دي.
که نن سبا په ملکي حالاتو او امن یونظر واچولې شي نو د اسټریلیا کرکټ ټیم د پاکستان په دوره باندې دې او دښمن هیڅ کله هم نه غواړي چې په پاکستان کې امن وي.
څو میاشتې وړاندې هم چې کله د نیوزي لینډ ټیم د پاکستان په دوره راغې خو چې په کومه ورځ ی د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې سره سیالي پیل کولو نو د لوبې څخه ی انکار وکړو او د نیوزي لینډ ټیم دا بهانه جوړه کړه چې د امنیتي ستونزې له وجهې دوی دا دوره ختموي.
کله چې د نیوزي لینډ ټیم د لوبې انکار وکړو نو د وزیرداخله شیخ رشید خبري غونډې ته وینا وکړه او ویل چې دښمن د سازش له وجهې د نیوزي لینډ دا دوره ناکامه کړې شوې.
فواد چوهدري ، وفاقي وزیر هم په بیان کې ویلي وو هند جعلي او بې بنیاده بریښنالیک د نیوزي لینډ په اړه استولې وو او دا دوره ی ناکامه کړه، ولې که وسني حالت ته اوګورې او که په هغه ورځو کې به ملکي امنیتي حالت نظر واچوو نو هیڅ داسې کومه بده پیښه نه وه شوې چې نیوزي لینډ لوبډلې ته کومه امنیتي ستونزه راپیښه وې.
وس ددې خبرې او ګام ته اړتیا ده چې چارواکې د قصه خوانۍ د پیښې صحیح پلټنې وکړي چې اصلي مجرمان ونیول شوی او دوی له سزا ورکړې شي.
د چارواکو څخه یو رپورټ خپور شوي چې دوی ته معلومه شوې چې په پیښه کې ککړ ملزمان د کوم ځای څخه راغلي وو.
وس اولس دا غوښتنه کوي چې چارواکي دې نورې هم پلټنې وکړي چې اصلي مجرمانو ته ورسي او دوی له داسې سزا ورکړي چې بیا په دې هیواد کې د ناامنې کومه بده پیښه مخې ته را نه شي.