د ناباورۍ تحریک به د عمران خان لپاره د اطمینان تحریک وګرځي: شیخ رشید

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د اپوزيشن عدم اعتماد تحريک به د عمران خان لپاره د اطمینان تحريک ثابت شي۔
د جیو نیوز پروګرام نوی پاکستان کې خبرو کې د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید اپوزیسیون ته د بې اعتمادۍ د راوستلو چلېنج ورکړو او ویې ویل چې دا خلق له تېرو دوو میاشتو راهیسې چیغې وهي، هغه اوویل چې دوی دې اجلاس را اوغواړي.
د يوې پوښتنې په ځواب کې شيخ رشيد وويل چې پخوا به دې خلقو ویل چې غير جانبدار نه دي خو اوس د اپوزيشن خلق هم وايي چې غير جانبدار دي نو دوی ته دې مبارک وي، هغه زیاته کړه چې په دنيا کې هيڅوک هم غير جانبدار نه دي.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې ماتې د اپوزیسیون قسمت دی، لکه څنګه چې بې نظیر بهټو ته په 12 ووټونو ماتې شوې وه هم داسې به دوی هم ماتې اوخوري او د عدم اعتماد تحریک به د عمران خان لپاره د اطمینان وړ وي ثابت شي.






