مولوي متقي: هڅه کوو افغانستان د اتصال او اقتصاد په مرکز بدل کړو

0
153

مولوي متقي: هڅه کوو افغانستان د اتصال او اقتصاد په مرکز بدل کړو

مولوي متقي ویلي دوی په دې هڅه کې دي چې په بهر کې د مېشتو افغانانو له وړتیاوو استفاده وکړي او یو ځل بیا یې پر افغان سوداګرو او متخصیصینو غږ کړی چې هېواد ته راستانه شي او د پرمختګ لپاره کار وکړي.

 

(2022 / 3 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان چارواکي وايي له سیمې او نړۍ سره د ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو غوښتونکي دي.

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په بهر کې د مېشو سوداګرو او متخصیصونو له ښځینه او نارینه استازو سره په کابل کې کتلي دي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د سوداګرۍ، لوړو زده کړو، اقتصاد او نورو اړوندو مواردو پر روان وضعیت خبرې شوې دي.

مولوي متقي ویلي دوی په دې هڅه کې دي چې په بهر کې د مېشتو افغانانو له وړتیاوو استفاده وکړي او یو ځل بیا یې پر افغان سوداګرو او متخصیصینو غږ کړی چې هېواد ته راستانه شي او د پرمختګ لپاره کار وکړي.

متقي ویلي دوی غواړي چې افغانستان پر ځان بسیاینې ته ورسوي، د نورو له احتیاج یې خلاص کړي او تر څنګ یې هېواد په سیمه کې د اقتصاد او اتصال په مرکز بدل کړي.

Leave a reply