نړیوال سور صلیب: نړیواله ټولنه دې د افغانانو د ژغورنې فرصت نه ضایع کوي
نړیوال سور صلیب: نړیواله ټولنه دې د افغانانو د ژغورنې فرصت نه ضایع کوي
نړیوال سور صلیب دغه راز وایي چې دمګړی یې په ټول هېواد کې شاوخوا ۳ زره کارکوونکي په بشردوستانه فعالیتونو بوخت دي او دوی ته ثابته شوې چې په ډېری سیمو کې افغانان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
(2022 / 3 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړیوال دې د افغانانو د ژغورنې فرصت نه ضایع کوي. د نړیوال سره صلیب کمېټې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې افغانان له سخت وضعیت تېر شوي دي، خو لا هم نړۍ دا فرصت لري چې افغانان وژغوري.
سرچینه وایي نړیوال دې د افغانانو د ژغورنې لپاره رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کوي او د خیریه بنسټونو له لارې دې د دوی لاسنیوی وکړي.
نړیوال سور صلیب دغه راز وایي چې دمګړی یې په ټول هېواد کې شاوخوا ۳ زره کارکوونکي په بشردوستانه فعالیتونو بوخت دي او دوی ته ثابته شوې چې په ډېری سیمو کې افغانان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
بلخوا ټاکل شوې چې یاد بنسټ ډېر ژر د نړیوالو مرستو د جذب لپاره یو کنفرانس جوړ کړي او د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړي.