روسیه: اروپا او ناټو دې اوکراین ته وسلې نه ورکوي

روسیه: اروپا او ناټو دې اوکراین ته وسلې نه ورکوي
روسیې ویلي دغه ډول وسلې کولی شي په سیمه کې هوایي ترانسپورت او ترانزیت ته خطرونه جوړ کړي او ددې احتمال شته چې وسلې د مافیاوو او ورانکاره ډلو لاس ته ولوېږي او دا په راتلونکې کې د ټولو لپاره ستر ګواښونه جوړ کړي.
(2022 / 3 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیه وایي اروپايي ټولنه او ناټو دې اوکراین ته وسلې نه ورکوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، اروپايي ټولنه او ناټو دې اوکراین ته د الوتکو ضد سټینګر او ټانک ضد وسلې نه ورکوي، ځکه دا به د ټولې سیمې لپاره خطرناکې پایلې ولري.
هغه وایي د اوکراین حکومت ماتېدونکی دی او اروپايي ټولنې یا نورو هېوادونو ته نه ده په کار چې په دې برخه کې مداخله وکړي.