هند: روانه میاشت افغانستان ته ۸ زره ټنه غنم استوو
هند: روانه میاشت افغانستان ته ۸ زره ټنه غنم استوو
هند په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره سم له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمود مرستې ژمنه وکړه، خو پاکستان تر دې دمه دغه غنمو ته د لېږد اجازه نه ورکوله، له همدې امله یې اوس لېږد پيل شوی دی.
(2022 / 3 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هند وایي روانه میاشت اته زره ټنه غنم افغانستان ته استوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي وروسته تر هغه چې له پاکستان سره د ترانزیت مسئله حل شوه، نو افغانستان ته د غنمو د لېږد بهیر پيل شوی دی، چې تر دې دمه دوه زره ټنه غنم دغه هېواد ته لېږل شوي دي.
سرچینه کاږي چې په روانه مارچ میاشت کې به افغانستان ته ټولټال ۸ زره ټنه غنم واستوي. هند وایي دا د پنځوس زره ټنه مرسته شوو غنمو له برخې دي.
هند په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره سم له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمود مرستې ژمنه وکړه، خو پاکستان تر دې دمه دغه غنمو ته د لېږد اجازه نه ورکوله، له همدې امله یې اوس لېږد پيل شوی دی.