ایرو ایشیا بایډن ته: په ځان تېر ایستلو افغانستان کې د ماتې حقیقت نه پټېږي

ایرو ایشیا بایډن ته: په ځان تېر ایستلو افغانستان کې د ماتې حقیقت نه پټېږي
سرچینه کاږي جو بایډن باید د افغانستان پر مسئله تمرکز کړی وی، ځکه دلته یې سخته ماتې خوړلې ده او ان د افغان حکومت د سقوط په ورځو کې هم دیارلس امریکایان وژل شوي او د امریکا هوایي برید ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله واړوله.
(2022 / 3 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
بایډن په ځان تېر ایستلو په افغانستان کې د ماتې ستر حقیقت نه شي پټولی.
ایرو ایشیا رېویو په یوه اوږده مقاله کې د بایډن وروستۍ وینا ته کتنه کړې ده او وایي نوموړي په دې اوږده وینا کې د افغانستان په اړه هېڅ راز څرګندونې ونه کړې او دا مسئله د امریکایانو له نیوکو سره مخ شوې ده.
سرچینه کاږي جو بایډن باید د افغانستان پر مسئله تمرکز کړی وی، ځکه دلته یې سخته ماتې خوړلې ده او ان د افغان حکومت د سقوط په ورځو کې هم دیارلس امریکایان وژل شوي او د امریکا هوایي برید ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله واړوله.
د مطلب لیکوال وایي په دې ډول سترګو پټولو بایډن نه شي کولی په افغانستان کې د امریکا د ماتې حقیقت د خلکو له پامه وغورځوي؛ ځکه دلته د زرګونه امریکایانو مالیات لګول شوي، شل کاله جګړه شوې ده او امریکايي حکومت باید په دې تړاو امریکایي وګړو ته ځواب ویونکی وي.





