م.م: د افغانانو اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی

0
51

م.م: د افغانانو اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کډوالو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی دی او وایي تمه لري چې له افغانانو سره د نړیوالو مرستې ډېرې شي او ددغه هېواد اقتصاد بېرته پر خپلو پښو ودرېږي.

 

(2022 / 3 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي افغانستان له اقتصادي اړخه مخ پر ځوړ دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وایي چې په افغانستان کې له تحولاتو وروسته او د اوږدو جګړو له امله اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی.

دغه اداره خبرداری ورکوي چې که پر وخت د افغانستان د اقتصاد د ژغورلو لپاره هڅه و نه شي نو ددې احتمال شته چې له یوې نه جبرانېدونکې پایلې سره مخ شو.

سرچینه وایي ښایي داسې ټکي ته نږدې شو، چې بېرته راګرځېدل به سخت تمام شي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کډوالو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی دی او وایي تمه لري چې له افغانانو سره د نړیوالو مرستې ډېرې شي او ددغه هېواد اقتصاد بېرته پر خپلو پښو ودرېږي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و.

Leave a reply