د ترهګرۍ ختمولو لپاره پخه اراده لرو: جنرل فیض حمید

0
212

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور کور کمانډر ليفټننټ جنرل فيض حميد وئيلي دي چې دوي د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو ته ژمن دي او پخه اراده لري.
د تفصيلاتو ترمخه د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان، وزيراعلي محمود خان، کور کمانډر پيښور ليفټننټ جنرل فيض حميد د قصه خواني بازار د جومات دوره کړې او د مشرانو سره يې خواخوږي او همدردي څرګنده کړې ده.
په دې موقع کور کمانډر اوویل چې دوی د ترهګرۍ د ختمولو لپاره بشپړه چمتو والۍ لري او دوی د ترهګرۍ ختمولو لپاره ژمن دي او پخه اراده لري چې د ترهګرو په ضد ګامونه واخلي.
د پيښور کور کمانډر ليفټننټ جنرل فيض حميد اوویل چې دوي د ترهه ګرۍ دغه لعنت ختمولو ته ژمن دي او پخه اراده لري، هغه زیاته کړه چې د هیواد د ټولو ادارو ترمينځه همغږي او همکاري نوره هم په ښه کولو باندې چاري روانې دي.

Leave a reply