وزیراعلی،ګورنر او جنرل فیض حمید پیښور کې د کوچه رسالدار سیمې ته ورغلې

باغی ټي وي رپورټ
د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان او د خېبرپښتونخوا وزیر اعلی محمود خان کوچه رسالدار د وژل شوو کسانو کورنیو سره کتنه کړي ده، دوی سره خواشیني څرګنده کړې ده.
د پېښور کور کمانډر جنرال فیض حمید هم په دې موقع دوی سره وو. .
د شهیدانو له کورنیو، د سیمې اوسیدونکو سرهی وکتل او دوی سره ی خپله خواخوږي او خواشیني څرګنده کړه. د خيبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان، وزيراعلي محمود خان او کور کمانډر پيښور ليفټننټ جنرل فيض حميد د کوهاټۍ دروازې امام بارګاه حسين آباد ته رسيدلي دي۔ د کوچه رسالدار د غمجنې پېښې په اړه ی شیعه مشرانو ته تسلي ورکړي ده. د کوچه رسالدار د غمجنې پېښې د شهیدانو د درجات د لوړولو او ټپیانو ته د صابر جمیل د تسلیت مراتب وړاندې کړل. چارواکو دغه بده پېښه په کلکه وغندله او له هېواد څخه يې د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره په ګډه مبارزه کولو لپاره خپل پوخ هوډ څرګند کړو.






