روسیې ویلي غرب د لوټمارانو په څېر چلند کوي

د کرملین ویاند ویلي چې غرب اقتصادي لوټماري کوي او روسیه به یې په مناسب وخت کې ځواب ووایي. د یادونې ده چې امریکا او یو شمېر نورو غربي هېوادونو پر روسیې بندیزونه لګولي دي او له اوکراین څخه د روسي ځواکونو د نه وتلو په صورت کې یې ورته د نورو سختو بندیزونو ګواښونه هم کړي دي.
(2022 / 3 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې ویلي چې غربي نړۍ له مسکو سره د خپلو اړیکو په پرې کولو سره لکه د لوټمارانو او شوکمارانو په څېر چلند کوي.
کرملین ویلي چې که څه هم روسیه د غرب د بندیزونو په کیسه کې نه ده خو د دوی دا چلند نامناسب او غیر اصولي دی. کرملین څرګنده کړې ده چې روسیه هیڅکله د امریکا او غرب په بندیزونو نه منزوي کېږي او نه هم امریکا او غرب ټوله نړۍ ده.