د هیل: د امریکا سنا جرګې زلنسکې ته د امریکا د سفر بلنه ورکړې

0
133

د هیل: د امریکا سنا جرګې زلنسکې ته د امریکا د سفر بلنه ورکړې

د یادونې ده چې امریکا یو وار مخکې هم له زلنسکې غوښتي و چې اوکراین پرېږدي خو هغه د روسي ځواکونو ضد مقاومت باندې ټینګار کړی دی او تر وروستۍ سلګۍ یې د روسانو پر ضد د درېدو خبره کړې ده.

 

(2022 / 3 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسیې جګړه لسمې ورځې ته وغځېده د امریکا سنا جرګې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې ته امریکا ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

د امریکا سنا جرګې په نننۍ غونډه کې د اوکراین پر جګړې بحثونه کړي دي او هڅه کوي چې په میلیاردونو ډالر له اوکراین سره د مرستې په توګه چمتو کړي.

راپور وایي، زلنسکې ځکه امریکا ته بلل شوی دی چې امریکایي سناتوران غواړي په دقیقه توګه وګوري چې اوکراین څومره وسلو او مرستو ته اړتیا لري څو دوی یې ورته برابرې کړي.

د یادونې ده چې امریکا یو وار مخکې هم له زلنسکې غوښتي و چې اوکراین پرېږدي خو هغه د روسي ځواکونو ضد مقاومت باندې ټینګار کړی دی او تر وروستۍ سلګۍ یې د روسانو پر ضد د درېدو خبره کړې ده.

Leave a reply