روسیې د اوکراین په دوو ښارونو کې اوربند اعلان کړی

0
153

روسي پوځ ټینګار کړی دی چې د کی‌ف په ګډون به د اوکراین په نورو ښارونو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. د یادونې ده چې تر اوسه پورې یو میلیون اوکرایني وګړي نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي او دا لړۍ په پوره شدت سره دوام لري.

(2022 / 3 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې ځواکونو د اوکراین په دوو سترو ښارونو کې د ملکي وګړو د وتلو په موخه اوربند اعلان کړی دی.

روسي ځواکونو ویلي چې نن یې په ماریوپول او ولوواخای ښارونو کې په دې موخه د پرمختګ عملیات درولي دي چې ملکي وګړي وکړای شي ځانونه له دغو ښارونو وباسي.

Leave a reply