د بریتانیا پارلمان:  افغانستان سره د مرستندویانو د مرستې پر کچه شرمېږو

0
187

د بریتانیا پارلمان:  افغانستان سره د مرستندویانو د مرستې پر کچه شرمېږو

د بریتانیا پارلمان کې یوې ډلې ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانان له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ دي خو دا چې بریتانیا له افغانانو سره ډېره لږه مرسته کړې ده دوی د شرم احساس کوي.

 

(2022 / 3 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بریتانیا پارلمان کې یوې ډلې ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانان له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ دي خو دا چې بریتانیا له افغانانو سره ډېره لږه مرسته کړې ده دوی د شرم احساس کوي.

هغوی ویلي، نه یوازې دا چې بریتانیا د افغانانو لازم لاسنیوی نه دی کړی بلکې دوی له دغه هېواد سره د نړیوالو مرستندویانو د ملاتړ پر کچې هم شرمېږي.

د بریتانیا پارلمان په خپل وروستي راپور کې پر نړیوالو مرستندویانو غږ کړی دی چې له افغانانو سره د مرستې برخه کې ډېر چټک ګامونه پورته کړي.

په راپور کې راځي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د بریتانویانو یو شمېر همکاران هم په دغه هېواد کې پاتې دي او د بریتانیا دولت باید د هغوی د ژغورنې لپاره هم اړین اقدامات وکړي.

Leave a reply