د رئیس الوزرا مرستیال وايي چې کورني عوائد د امینتي سرتېرو ټولې اړتیاوې پوره کولی شي 

0
170

د رئیس الوزرا مرستیال وايي چې کورني عوائد د امینتي سرتېرو ټولې اړتیاوې پوره کولی شي 

هغه زیاته کړې ده چې ا.ا د خپلو امنیتي ارګانونو تمویل او تجهیز ته چمتو دی او په وینا یې، د افغانستان کورنۍ بودجه د امنیتي ارګانونو د ټولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کفایت کوي.

 

(2022 / 3 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د پولیسو له اکاډمي څخه د سلګونو پولیسو فراغت غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې ا.ا په نړیوالو نورمونو د برابرو پولیسو جوړولو ته ژمن دی.

هغه زیاته کړې ده چې ا.ا د خپلو امنیتي ارګانونو تمویل او تجهیز ته چمتو دی او په وینا یې، د افغانستان کورنۍ بودجه د امنیتي ارګانونو د ټولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کفایت کوي.

هغه دغه راز زیاته کړې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم په ټول هېواد کې سراسري امن راغلی دی او هر څوک بې له کومې وېرې خپل ژوند ته ادامه ورکوي.

جنفي ټینګار کړی دی چې ا.ا به د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

Leave a reply